تازه خبرونه
له آریانا پرته نورې انځوریزې رسنۍ د فوتبال نړیوال جام سیالیو د خپرولو حق نلري
آریانا تلویزیون د خپلې څارنې په لړ کې موندلې، چې په روسیه کې د فوتبال نړیوال جام سیالۍ په غیر قانوني توګه لس نورې تلویزیوني رسنۍ هم خپروي.
په روسیه کې د دوه زره اتلسم کال د فوتبال نړیوال جام سیالۍ د غبرګولي له پېنځمې پیل شوي، چې په افغانستان کې یې د نشر او خپراوي حق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او آریانا تلویزون تر منځ د یوه تړون له مخې یوازې آریانا تلویزون تر لاسه کړی دی.
آریانا تلویزیون د خپلې څارنې په لړ کې موندلې، چې لس نورې انځوریزې رسنۍ هم دغه سیالۍ په ناقانونه توګه خپروي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي، چې د سرغړوونکیو رسنیو سره به قانوني چلند وکړي.
آریانا تلویزیون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته مخکې له مخکې مکتوب استولی و، چې د فوتبال د نړیوال جام سیالیو د نشرولو حق یې تر لاسه کړی او نورې رسنۍ یې د خپرولو حق نلري.
فوتبال فدراسیون ته هم د یوه مکتوب په لړ کې خبر ورکړ شوی، چې د دغو سیالیو حق یوازې آریانا تلویزیون سره خوندي دی.
د افغانستان د کاپي رایت د قانون له مخې؛ نورې رسنۍ د انحصاري خپرونو، د خپرولو حق نلري؛ خو ظاهراً په افغانستان کې دغه قانون ته جدي پاملرنه نه کیږي.