تازه خبرونه
په بادغیس کې وسلوالو طالبانو اته سرتېري ژوندي نیولي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په بادغیس کی وسلوالو طالبانو د ملي اردو د یوې پوستې اته سرتېري ژوندي نیولي دي.
د بادغیس والي محمد انور اسحاقزی وايي، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې او د طالبانو یوه ځایي قومندان او ځینو سرتېرو جوړجاړی کړی او د آب کمري په ولسوالې کې یوې پوستې ته ننوتي او سرتېري یې له وسلو سره نیولي دي.
هغه زیاتوي، تراوسه د دغو سرتېرو د برخلیک په اړه معلومات نشته.
د والي وياند ظاهر بهاند وايي: طالبانو د پوستې ټول مهمات له ځان سره وړي او مونږ اوس مهال له يادو پولیسو سره هيڅ ارتباط نلرو.
طالبانو په ډاګه کړې، چې دا بريد يې د ځانګړي تکتيک له مخي کړی دی.