تازه خبرونه

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۷۳ پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خبریالانو د خوندیتوب کمیته له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښنه ښيي او زیاتوي، چې روان تاوتریخوالي خبریالان اړکړي، چې پر ځينو موضوعاتو سترګې پټې کړي.

په افغانستان کې د نا امنیو او تاوتریخوالي له زیاتیدو څخه خبریالان هم خوندي نه دي ورسره د تاوتریخوالي پېښې د ټکان وړ دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمیتې رييس نجیب شریفي وايي، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي دري اویا پیښې ثبت شوې دي.

د دغې کمیتې څېړنو په ډاګه کړې، چې د خبریالانو لس کسان وژل شوي، دولس ټپیان دي، نولس د فزیکي تاوتریخوالي ېیښې، اتلس د ناوړه چلند، پېنځه د نیولو، شپږ د ګواښونو او درې د سپکاوي پېښې رامنځته شوې دي.

ښاغلي نجیب شریفي زیاته کړې، چې د حکومتي چارواکو لخوا له خبریالانو سره  د تاوتریخوالي ۳۴، د داعش او وسلوالو طالبانو لخوا ۲۲، د سیمه ییزو زورواکو لخوا ۵ ، د نامعلومو کسانو لخوا۴، د ترافیکو لخوا ۴ ، د رسنیو د مسوولینو لخوا ۳ او په یوه مورد کې د لاریونکوونکيو لخوا له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پيښې ثبت شوې دي.

شریفي زیاته کړې ، چې د تاوتریخوالي له ۷۳ پېښو څخه ۴۶ یې حکومتي او پاتې یې د طالب او داعش لخوا ترسره شوي، چې په دې اړه یې د حکومت په پرتله دوه یم مقام خپل کړی دی.

یو شمېر خبریلال هم دغه شمېر مني او خبریال سید مهدي حسیني وایي، داسې پېښې هم شته، چې خبریال له فافیاوو سره مخ شوی دی. کله یې ، چې غوښتي د هغو له کړنو پرده پورته کړي؛ نو له تاوتریخوالي سره مخ او ګواښل شوي دي.

خبریال محمد علي رضا وایي، په افغانستان کې خبریالان د جګړې د ښکېلو خواوو لخوا بشپړ خوندیتوب نلري.  

د خبریالانو د خوندیتوب کمیته وايي، چې که له خبریالانو سره د تنظیم شويو تاوتریخوالي مخه ونه نیول شي، د بیان آزادي او خبري پوښښ به اغېزمن کړي. 

Trending

Exit mobile version