تازه خبرونه

له بشري حقونو څخه د سرغړونې ۱۷۰۰۰ پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په تېر کال کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې اووه لس زره پېښې ثبت کړې دي.

جګړې په افغانستان کې له بشري حقونو تېري او سرغړونو ته لار اواره کړې او په دې اړه د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل رپوت کې په ډاګه کړې، چې په تېر کال کې ملکي تلفات دولس په سلو کې ډېر شوي وه.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د راپور له مخې؛ په ۱۳۹۵ل کال کې ۲۸۰۰ ملکیان وژل شوي او ۷۷۰۰ ټپیان دي، په ۵۵۷۵ پېښو کې له ښځو سره تاوتریخوالی شوی، په ۱۵۹۱ پېښو کې له ښځو سره  فزیکي تاوتریخوالی شوی، په ۳۶۱ پېښو کې له ښځو سره جنسي تاوتریخوالی ترسره شوی، په ۱۸۸۷ پېښو کې له ښځو سره رواني او لفظي تاوتریخوالی شوی او په ۱۱۲۱ پېښو کې له ښځو سره اقتصادي تاوتریخوالی په ډاګه شوی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بشري حقونو د سرغړونو ځانګړې پېښې د اوړم کال په پرتله کمې ګڼي او وايي، چې په ۱۳۹۵ل کال کې ۵۸۲ پېښې ثبت شوي دي. په داسې حال کې، چې د دوی په وینا په څلور نويیم کال کې ۶۷۷ ېيښې ثبت شوې وي.

د بشري حقونو په کلني راپور کې ءاغلي؛  د اعدام، ترور او قتل ۳۷ پېښې له محاکمې پرته، د فردي امنیت او ازادۍ له حق څخه د سرغړونې ۲۰۳ پېښې، د بد چلند او ربړونې ۸۲ پېښې، د محکومو شویو او تورنو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۸۳ پېښې، د ژوند د شریک د غوره کولو له حق څخه د سرغړونې ۲۷ پېښې او د مالکیت له حق څخه د سرغړونې ۵۹ پېښې ثبت شوې دي.

په دغه رپوټ کې د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې پر پېښو هم اندېښنه ښودل شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ښيي؛ دولت کمزوری او نه دی توانیدلی، چې د اداري فساد لویې دوسیې ښکاره کړي، چې له همدې کبله وسلوالو مخالفینو خپل نفوذ ډېر کړی دی.

Trending

Exit mobile version