تازه خبرونه
په تدارکاتو کې فساد د انرژۍ د لویو پروژو کارونه ځنډولي
د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، چې په تدارکاتي برخه کې د فساد له کبله د ابو او انرژۍ د لویو پروژو کارونه ځنډیدلي دي.
د پانګوالو د هڅونې او د تدارکاتو د آسانه کولو په درېیمه کلنۍ غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل، چې تدارکاتي چارې د فساد لپاره زمینه برابروي او له همدې کبله د اوبو او انرژۍ لویې پروژې له ستونزو سره مخ دي.
ښاغلی عثماني د تدارکاتو پر ملي کمیسیون نیوکه نه کوي؛ خو وايي، چې د تدارکاتو اوږد بهیر، پېچلو قوانینو او نورو ادارو ته د وزارت د واکونو سپارلو د دوی لاسونه رالنډ کړي دي.
ښاغلی عثماني زیاتوي، کمپنیو ته خپلې غوښتننې وړاندې کوو او شته ستونزو ته ګډه حللار مومو.
د افغانستان ولسمشر د ملي تدارکاتو پر چارو نیوکې بیځایه ګڼي او وایي، پر تدارکاتو نیوکې؛ ځکه کیږي ، چې په تېرو دوه نیم کلونو کې د سلګونه میلیون دالرو د غلا مخه نیول شوې او د زرګونه میلیون نورو دالرو مخه به ونیول شي.
د حکومتي ادارو په تدارکاتي چارو او په ځانګړې توګه د تدارکاتو پر کمیسیون ځينې وخت د ځينو بنسټونو او سیاستوالو لخوا نیوکې کیږي؛ خو حکومت بیا دغه نیوکې بیځایه ګڼي.