بلخ @ps
په بدخشان کې بهرني ترهګر له طالبانو سره همکار دي- بیګزاد
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بدخشان والي د بهرنیو ترهګرو پر حضور او همکاریو اندېښمن دی او وایي، چې بېلابېلې وسلې لري او له افغان ځواکونو سره جنګیږي.
د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد وایي، چې نه یوازې بهرني ترهګر له طالبانو سره همکار دي، بلکې په سیمه کې پراخ حضور هم لري.
د بدخشان والي وایي، یمګان او وردوچ ولسوالۍ د طالبانو تر کنترول لاندې دي.
د بدخشان امنیه قومندان عبدالخالق اقصایي د تجهیزاتو او وسلو کمی د ستونزې اصلي علت یادوي.
داسې هم ویل کیږي، چې طالبان د لاجوردو او سرو زرو له کانونو ستره ګټه اخلي او نشه یي توکي د طالبانو بله عایداتي سرچینه جوړوي.
د بدخشان یمګان او وردوج ولسوالۍ ناامنه سیمې دي او نږدې ۳۰ میاشتې کیږي، چې د دې ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره هیڅ پروګرام نه دی پلی شوی.