تازه خبرونه

په زابل کې د ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په زابل کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.

 د زابل د شهر صفا ولسوال عبدالصمد درانی وايي، نن غرمه یو ۳۰۳ بس د شهر صفا بازار ته نږدې له یوه فولدر موتر سره ټکر کړی، چې له کبله یې څلور کسه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي، دا کسان د فولدر موټر سپرلۍ وې.

نوموړی دغه راز په ډاګه کړې، چې د بس موتر چلوونکی تښتیدلی او پولیس هڅه کوي، چې پیدا یې کړي.

Trending

Exit mobile version