تازه خبرونه

په سرحدي ولایتونو کې انساني قاچاق زیات شوی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ننګرهار یو له هغو ولایتونو دی چې انساني قاچاق پکې کیږي. مسولین وايي بې وزګاري، فقر، اقتصادي مافیا او ناامني د انساني قاچاق ستر لاملونه دي.

د انساني قاچاق قربانیان وايي حکومت د انساني قاچاق په مخینوي کې پاتې راغلی.

په جلال اباد کې یوه غونډه  د انساني قاچاق په اړه د عامه پوهاوي په موخه جوړه شوې وه. د ناستې جوړونکي انسان تښتونه، د بې وزله کورنیو له فقر ناوړه استفاده، ناقانونه کډوالي او له ښځو ناسمه جنسي ګټه انساني قاچاق بولي او وايي دا ستونزه د هيواد په سرحدي ولایتونو کې ډېره ده.

احمدشبیرساپی؛ د بېړنیو مرستو او پراختیا موسیسې استازی اریانا نیوز ته و وېل: «د انساني قاچاق سحه خو په ټول هېواد کې ډېره ده؛ خو ولایتونه چې سرحدي لکه له ایران سره، پاکستان بیا دا سطحه نوره هم لوړه ده»

خود ناستې برخه والو وویل، هغه پیسې چې مرستندویه هیوادونه او حکومت پر دې ډول تشریفاتي ناستو مصرفوي د انساني قاچاق د لاملونو د لمنځه وړلو پر لارو چارو دې ولګول شي.

برهان الدین سیرت،  مدني فعال و وېل: «هغه څوک چې دا کار کوي د مجبوریت له مخې یې کوي که یو څوک خپل کور، ټاټوبي او مور او پلار پرېږدي او بهر ته زړه ښه کوي قاچاقبر ته ځان سپاري دا ټول د یو ډول مجبوریت له مخکې کېږي».

او همداراز محمد اسلم بنګش، لیکوال و وېل: «دا کسان باید حکومت ونیسي او داسې سزا ورکړي چې نورو ټولو ته عبرت شي»

د انساني قاچاق ځينې قربانیان وايي دننګرهارچارواکو په دې برخه کې خپل مسولیت نه دی ادآ کړی، ځکه خو هره ورځ د ا ستونزه ډېرېیږي. د ننګرهار مسولین دا نیوکې مني خو  وايي د جګړې له بشپړې ختمېدو، بنسټیزو پروژو او عامې پوهې پرته دا ستونزه بشپړه نه حلیږي.

 عبدالله رقیبي، د ننګرهارولایت سرپرست مرستیال و وېل: «افغان حکومت له امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دی؛ خو حالاتو ته په کتو به موږ په دې هکله وړ تدابیر ونیسو تر څو دا ډول ستونزې حل کړای شو».

د ننګرهار یوازې په سره رود ولسوالۍ کې یو نیم زرکورنۍ د بې وزلۍ له امله د خښتو په بټيو کې ګرو دي، چې ستر انساني قاچاق بلل کیږي؛ خو حکومت یې پرخلاصولو نه دي بریالي شوي.

رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version