بلخ @ps

په بدخشان کې درې ځانمرګي بریدګر نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې امنيتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې ولایت پولیسو درې ځانمرګي بریدګر له درې واسکتونو او چاودیدونکیو توکو سره نیولي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو مرستیال  نصرت الله جمشیدي ویلي؛ دغو کسانو، چې غوښتل ځانمرګي بریدونه تر سره کړي د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ په دشت اوچ سیمه کې د پلټنې پر مهال له پېژژندلو وروسته نیول شوي دي.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول امنیتي چارواکو ویلي، چې نیول شوي کسان د ۱۷ او ۲۰ کلونو ترمنځ ځوانان او د بدخشان استوګن دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بدخشان ولایت په تېرو درې وروستیو کلونو کې د دولت د وسلوالو مخالفانو د ډېرو بریدونو شاهد و، چې پر مرګ و ژوبلې سربېره یې د بدخشان یو شمېر سیمې هم نیولې دي.

 

 

Trending

Exit mobile version