بلخ @ps

په تخار کي بې ځایه شوې کورنې له ستونزو سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په تخار کې بې ځایه شوې وایي، چې د ژمي په رارسیدو په دې ولایت کې د بي ځایه شویو کسانو ژوند ستوزمن شوی دی.

بیځایه شوې بې بی زلیخا  وایي، مرستو ته ډېره اړتیا لرو او حکومت باید د دغو خلکو ناوړه ژوندانه ته ورته پاملرنه وکړي.

بېځایه شوی زلمی ټینګار کوي؛ دا بي ځایه شوې کورنۍ، چې په دولتي ادارو کې ګرځي وايي؛ په ولسوالیو کې د دوامدارو جګړو له کبله تالقان ښار ته راکډه شوي او په دې سړه هوا کې ډېر ناوړه ژوند کوي.

بېځایه شوې  زهرا له محلي ادارو او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د تخار والي فضل الله مجددی وایي، پر بېځایه شویو کورنیو د مرستې وېش ته چمتو دي.

له بلې خوا په تخار کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس رزاق زنده وايي؛ تر دوه زره پورې کسان بی ځایه شوي، چې ورسره مرسته شوې ده.

بي ځایه شوې کورنې په ډاګه کوي او وایي، چې که ورسره مرسته ونشي؛ نو ښایي د هوا په سړیدو خپل ماشومان له لاسه ورکړي.

Trending

Exit mobile version