تازه خبرونه

له سرتېرو څخه د ملاتړ په موخه په کابل کې د ځغاستې لوبه تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په پلازمېنه کابل کې د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو[ د سرتېرو ملي ورځ (د کب نهمه)] څخه د ملاتړ په موخه د ځغاستې ګډه لوبه تر سره شوه.

په دغو سیالیو کې د بېلا بېلو سپورتي څانګو نږدې زر میرمنو او نرینه وو لوبغاړیو ګډون کړی و او د سرتېرو ملې ورځ د نمانځنې په موخه یې له دارالامان څخه تر دهمزنګه ۶ کیلومتره د ځغاستې سیالۍ ترسره کړې.

د بدني روزنې د رسنیو مسوول عارف پيمان د دغو لوبو د مدیریت تر څنګ وویل، چې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولو هېوادوالو له ملاتړه برخمن دي په ځانګړي توګه بېلابېل لوبغاړي د خپلو امنیتي ځواکونو هڅې ستایي او د درناوي لپاره یې له دارالامان څخه تر دهمزنګه پورې یې د منډو سیالۍ تر سره کړې.     

د ووشو د ملي لوبډلي غړی محفوظ وفا وایي، مونږ په دې سیالیو کې ځکه ګډون کړی، چې امنیتي سرتېرو مو په رښتیا هم په امنیتي برخو کې زیارګاللی دی. 

امنیتي ځواکونه هم هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې له تندلارو ډلو سره به مبارزه روانه ساتي.

سرتېری عطاالله نصیري وسلوالو مخالفانو ته پخپل پیغام کې وایي، چې د جګړې ډګر افغان امنیتي ځواکونو ګټلی او جګړه ماران د بري ځواک نلري.      

سرحدي سرتېری خوشحال سروري خلکو ته ډاډ ورکوي او وایي، چې د هېواد دښمنانو ته مو غاښ ماتوونکي ګوزارونه ورکړي او امنیتي سرتېري د خلګو ساتنه کوي.  

د دغو سیالیو په پای کې د هلکانو په برخه کې کریم یاقوت وتوانید د دغو سیالیو لومړی مقام خپل کړي، مجتبی عظیمي دوه یم او عباس آګاه درېیم مقامونه خپل کړل.

لوبغاړی کریم یاقوت وایي، د همدې امنیتي ځواکونو په ډاډ مونږ هڅې او لوبې کوو.   

لوبغاړی مجتبی محمدي وایي، د ملي امنیتي ځواکونو هڅې د ستاینې وړ دي.    

د میرمنو په برخه کې خفیظه محسنې د اتلولې جام خپل کړ، میګون دوه یم او روهینا امیري درېیم ځای خپل کړی دی.

دغه سیالۍ د بدني روزنې ریاست لخوا د مدني ټولنې په همکارۍ په ترسره شوې دي.

Trending

Exit mobile version