تازه خبرونه
په بدخشان کې کروندګرو د کوکنارو له کرلو خبرداری ورکړی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په بدخشان کې کروندګر وایي، که حکومت د کب میاشتي تر وروستیو د بدیل معیشت پروګرام پيل نه کړي؛ نو دوی به پر خپلو ځمکو کوکنار وکري.
په بدخشان کې یو شمېر بزګران وايي، چې که څه هم دوی د کوکنارو له کرلو لاس اخیستی و او حکومت د بدیل معیشت پروګرام ژمنه کړې وه؛ خو تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.
د بدخشان د جرم ولسوال عبدالودوود سعیدي هم د کوکنارو پر کښت اندېښنه ښي او وایي، چې که حکومت د کروندګرو غوښتنو ته پاملرنه ونکړي، کوکنار به بیا وکرل شي.
د بدخشان د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې رییس محمد قاعد وايي، حکومت د کوکنارو د له منځه وړلو او بدیل معیشت هیڅ امکانات نه لري.
له دې وړاندې حکومت ویلي وه؛ په هغو سیمو کې به تشویقي برنامې پلې شي، چې د کوکنارو کر په کې بند شي.