بلخ @ps

په بدخشان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ښوونځي بیا پرانستل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سیمه ییز چارواکي وایي، په بدخشان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له درې کلن ځنډ وروسته ښوونځي بېرته فعال شول.

درې کاله وړاندې طالبانو د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ ونیولې او تر اوسه په کې ښوونځي د زدکوونکیو پرمخ بند ول.

 ویل کیږي له دې امله د ۱۲ زره په شاوخوا کې ماشومان له زدکړې بېبرخې پاتې شوي وه.

د بدخشان د پوهنې رییس روح الله محقق اوس وایي، اوس به د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ښوونځي بیرته فعال شي.

هغه زیاتوي، طالبانو د پوهنې وزارت ټول شرایط منلي؛  د تدریس په چارو کې مداخله نه کوي، نجونې او هلکان کولی شي ښوونځيو ته ولاړ شي او دوی به یی د تدریس پر څرنګوالي هم کار ونه لري.

د بدخشان یو شمېر اوسیدونکي که څه هم  په وردوج ولسوالی کې د ښوونځیو فعالیدل ښه ګام ګڼي؛ خو له حکومته غواړي، چې د  وردوج او یمګان ولسوالۍ او د دغه ولایت  نورې ناامنې سیمې له طالبانو پاکې کړي.

د بدخشان د پوهنې ریاست وايي، د وردوج ولسوالۍ ښوونکي په خدمتي ډول نورو ولسوالیو ته لیږل شوي وه، چې هغه به بېرته خپلې ولسوالې ته راوګرځي او څو نور نوي ښوونکي به هم استخدام شي.

چارواکي وایي، په نوي ښوونیز کال کې له  زر ډېرو نويو ماشومانو په دې ولسوالۍ کې لومړي ټولګي ته نوملیکنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version