سیمه ییز خبرونه

په زابل کې طالبانو څلور پوستې نیولي او ۲۲ پوليس يې وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د زابل ولایتي شورا چارواکو په ډاګه کړې، چې په زابل کې تېره شپه وسلوالو طالبانو څلور پوستې نیولي او۲۲ پوليس يې وژلي دي. که مرستندویه ځواکونه ونه رسیږي د دې ولایت یو شمېر ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بيان وايي، وسلوالو تېره شپه د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوليسو پر يو شمېر پوستو ډله ییز بریدونه کړي او د پوليسو څلور پوستې يې نیولې دي.

ښاغلی حق بيان زیاتوي؛ په دې جګړه کې ۲۲ پوليس وژل شوي، ۷ نور ټپيان دي او جګړه اوس هم روانه ده.

نوموړي همدا راز څرګنده کړې، چي د دې ولایت په دايچوپان، میزان، ارغنداب او نوبهار ولسوالیو کې هم وسلوالو له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا د امنیتي ځواکونو پېنځه پوستې نیولي او که مرسته ونه رسيږي نو لیرې نه ده، چې د زابل يو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولويږي.

دا په داسي حال کې ده، چې د زابل امنیه قومندان جنرال میرویس نورزی، له تېرو ۱۷ ورځو راپدیخوا په دایچوپان ولسوالۍ کې د جګړې رهبري پر غاړه لري.

هغه ته نږدې سرچينې وايي، په دایچوپان ولسوالۍ کې جګړه سخته شوې او ډېريو ټپي شويو سرتېرو د پر وخت نه ليږد له کبله د جګړې په کرښه کې ساه ورکړې.

د ارغنداب په ولسوالۍ کې د څلور پوستو د سقوط په تړاو امنیتي مسوولینو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version