بلخ @ps
په تخار کې د پولیسو اووه پوستې وسلوالو نیولې دي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د تخار امنیه قومندانۍ ویاند ویلي؛ د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو اووه پوستې وسلوالو مخالفانو تر برید وروسته ونیولې، چې په کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د تخار امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر زیاته کړې، چې د دې ولسوالۍ د زرد کمر په سیمه کې اوس هم نښته روانه ده.
طالبانو ادعا کړې، چې په دې برید کې د امنیتي ځواکونو ۱۷ امنیتي پوستې نیول شوي او د حکومت ځواکونو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.
خواجه غار د تخار ولایت په شمال لویدیځ لوري کې پرته ولسوالي ده، چې د کندوز ولایت ارچي او امام صاحب ولسوالیو سره ګډه پوله لري.