بلخ @ps

په بدخشان ولایت کې ۲۶ وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ ولایت شاهین قول اردو خبرپاڼې په ډاګه کړې، چې د کوهستان ولسوالۍ د اړوند سیمې د افغان بیسیم د انتن پر غونډۍ د ګډو امنیتي ځواکونو په خنجر نومو عملیاتو کې۱۲ وسلوال مخالفان وژل شوي او ۱۴ نور مرګومي ټپیان دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې له طالبانو سره په دغه نښته کې عامو وګړیو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې ډېر ژر به د دغه ولایت نورې ناامنه سیمې هم د وسلوالو له شتون پاکې شي.

بدخشان د هېواد په شمال کې له نسبې ناامنیو برخمن پاتې شوی ولایت دی او داسې سیمې هم شته، چې څه ناڅه درې کاله د وسلوالو مخالفانو تر ولکې لاندې پاتې دي.

Trending

Exit mobile version