تازه خبرونه
په ارزګان کې د ملي اردو ۴۴ سرتېري وژل شوي
د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ امنیه قومندان اختر محمد وایي، سلګونه وسلوال د ولسوالۍ شاوخوا را ټول شوي او غواړي ولسوالي ونیسي.
هغه زیاتوي، د دې ولسوالۍ په جګړه کې د ملي اردو څلور څلویښت سرتېري وژل شوي دي.
هغه دا هم ویلي، چې تر اوسه ورته هیڅ مرسته نه ده رسیدلې.
د ملي دفاع وزارت وایي، چنارتو ولسوالۍ ته افغان کومندو ځواکونه رسیدلي دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش د پېنځه سرتېرو وژل او د درې نورو ټپي کیدل تائیدوي.
طالبانو په تازه لنډه خبرپاڼه کې د چنارتو ولسوالۍ د سقوط تر څنګ څرګنده کړې، چې ۵۵ عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوندي نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د درندو او سپکو وسلو او نقلیه وسایطو له نیولو خبر هم ورکړ شوی دی.
د ارزګان ولایت په لیرې پرتې سیمو کې وسلوال مخالفان پراخې هڅې لري، چې له افغان ځواکونو سره یې په نښتو کې عامو خلکو ته بېلابېلې اندېښنې رامنځته کړې دي.