تازه خبرونه

په زابل کې بندي طالب پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکو څرګنده کړې، چې د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې یوه طالب بندي پر پولیسو برید کړی دی.

د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، تېر ماښام  یو بندي طالب د ماښام له لمانځه څخه په ګټه پورته کولو له یوه پولیس څخه کلاشینکوف اخیستی او پر نورو پولیسو یې ډزې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې ډزو کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

هغه دا هم ویلي، چې دا پېښه د شهر صفا ولسوالۍ په زندان کې رامنځته شوې ده .

د یادونې ده، چې تر دې دمه امنیتي سرچینو د پېښې د تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version