بلخ @ps

په تخار کې یوې مور له خپلو دوه ماشومانو سرونه غوڅ کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د ګنده کلي په اړوند سیمه کې یوې مور له خپلو اووه او څلور کلنو دوه ماشومانو سرونه پر چړې غوڅ کړي دي.

د تخار ولایت د امنه قومندانۍ امنیت آمر نظام الدین غوري ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې او پولیسو د دغو ماشومانو مور نیولې ده.

مدني فعال صفي الله واثق دغه پېښه په تېرو څو کلونو کې بېسارې بولي او له حکومت غواړي، چې د مور لخوا دغه پېښه پوره وڅېړي.

نوموړي د دغې پېښې علت کورنی تاوتریخوالی او د ښځې او میړه تر منځ ناسم چلند یاد کړی دی.  

Trending

Exit mobile version