بلخ @ps

په تخار کې د طالبانو د لایزري سرې قطعې مرستیال وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ څرګنده کړې، چې د دغه ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو د لایزري سرې قطعې مرستیال وژل شوی.

د تخار ولایت امنیه قومندان حشمت الله مسلم ویلي؛ طالبانو د جمعې پر شپه ۱۲ بجې د ینګي کلا ولسوالۍ د تپه سیدا پر اړوند پوستې وسلوال برید وکړ، چې د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونوالو لخوا پرشا وتمبول شول.

قومندان مسلم زیاته کړې؛ په دې نښته کې د طالبانو د لایزري سرې قطعې مرستیال قاري ناصر(ذاکر) وژل شوی او څو نور ملګري یې ټپیان دي.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې وسلوال برید کې د سیمه ییزو پاڅونوالو درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version