تازه خبرونه

په زابل کې تازه پرانیستل شوي ښوونځي د تړلو له ګواښ سره مخ دي- قومي مشران

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دوه میاشتې مخکې د دغه ولایت چارواکو د دوه کلونو په اوږدو کې د ۱۱۰ ښوونځیو د بیا پرانیستلو خبر ورکړی و؛ خو اوس د اړوند سيمو اوسیدونکي او قومي مشران وايي، د ودانیو د نشتون، د ښوونکیو او کتابونو د کمښت او د موجوده ښوونکیو د معاشونو د ځنډ له مبله دغه ښوونځي یو ځل بیا د بندیدو له ګواښ سره مخ کړي.

په زابل کې اوس هم د جګړو او ناامنیو له کبله له نیمايي ډېر ماشومان له زدکړو بې برخې دي؛ خو دوه میاشتې مخکې د دغه ولایت چارواکو د هغو ۱۱۰ ښوونځيو د بیا پرانیستلو خبر ورکړ، چې د ناامنیو او امکاناتو د نشتوالي له کبله تړل شوي وه.

قومي مشررحمت الله وايي، د کتابونو نه موجودیت، د مسلکي ښوونکیو کمښت او د موجوده ښوونکیو د معاشونو ځنډ د دې لامل شوى، چې دغه ښوونځي د بیا تړلو له ګواښ سره مخ شي.

قوميپ مشر نیک محمد له حکومت غواړي، چې تازه پرانیستل شویو ښوونځیو ته دې ودانۍ جوړې او اړوند امکانات دې ورته برابر کړي.

شملزي له دیورند کرښي سره نږدې پرته ولسوالي ده، چې ۱۷ کاله وروسته په کې طالبانو د قومي مشرانو په غوښتنه د ۲۰ ښوونځيو د بیا پرانیستلو اجازه ورکړې؛ خو دا مهال په دغو تازه پرانیستل شويو ښوونځیو کې د ودانيو د نشتوالي تر څنګ نه کتاب شته او نه هم ښوونکي.

د شملزو ولسوال عنایت الله توخي وايي، د یادو ستونزو په اړه څو ځله له چارواکو سره خبرې شوي؛ خو ستونزه اوس هم  پخپل ځاى پاتې ده.

د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد وايي، د تازه پرانیستل شویو او پخوانیو ښوونځيو لپاره یې د ودانیو د جوړولو په اړه پر پلانونو کار روان دی او ډېر ژر به د ښوونکیو د معاشونو او کتابونو د ستونزې لپاره هم هڅې پیل او پرانیستل شوي ښوونځي به په هیڅ صورت بیا ونه تړل شي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په زابل کې دا مهال ۲۲۴ ښوونځي شته، چې ۲۰۰ یې فعال او ۲۴ نور یې د ناامنیو تر څنګ د امکاناتو د نشتوالي له کبله تړلي پاتې دي.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version