تازه خبرونه
په بادغیس کې پر هوتل ډله ییز برید ۳۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي؛ برید غرمه مهال درې وسلوالو طالبانو له یوه هوتله پیل کړ، چې دوه یې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او یو بل یې ټپي دی.
د بادغیس ولایت د عامې روغتیا رییس عبداللطیف روستایي ویلي، چې په دې برید کې ۴ پوځیان وژل شوي او د دوه ښځو او یو ماشوم په ګډون ۲۶ نور ټپیان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې ۱۷ پوځیان او ۹ عام وګړي ټپیان دي.
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ویلي، چې د بریدګرو په رهبرۍ او پټولو کې د قلعه نو ښار یو شمېر کړۍ لاس لري.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د قلعه نو د درېیمې امنیتي حوزې د آمر په ګډون څلور امنیتي ځواکونو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه برید د قلعه نو د اوسیدونکو او مدني ټولنو غبرګونونه راپارولي او په دې اړه اندېښمن شوي هم دي.
طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او څرګندوي، چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت د پولیسو پر یوې ودانۍ برید کړی دی.