تازه خبرونه

په زابل کې ښوونکیو ته تېرو لس میاشتو راپدیخوا تنخواوې ندي ورکړشوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د زابل ولایت قومي مشرانو ګواښ کړی؛ که د دې ولایت ښوونکیو ته د تېرو لس میاشتو معاشونه ورنکړ شي، د پوهنې ریاست دروازې به وتړو.

لس میاشتې کېږي، چې د دغه ولایت د ښوونځیو لپاره ټاکل شوي ښوونکي له معاش پرته ښوونځيو ته د تدریس په موخه ځي؛ خو معاشونه ندي ورکړ شوي.

د زابل قومي مشران وايي، که د ښوونکیو معاشونه ورنکړشي؛ تازه پرانیستل شوي ښوونځي به بېرته وتړل شي.

د ولایتي شورا غړي هم د ښوونکیو د ځنډول شویو معاشونو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، په کابل کې یو شمېر کړۍ نه پرېږدي، چې په ځينو ولایتونو کې پوهنیز بهیر وده وکړي؛ نو، ځکه يې ښوونکیو ته معاشونه نه ورکول کيږي.

د پوهنې ریاست مسوولين بیا وايي، د پوهنې په چارو کې د ځينو ځانګړیو کړیو لاسوهنو د ښوونکیو معاشونه ځنډولي دي.

د زابل د پوهنې رییس نصرالله ذاهد د ښوونکیو د معاش د ځنډ ستونزه مني او وايي، چي څو ځله يې وزرات ته وړانديزونه کړي او له هغوى يې غوښتي، چي د ښوونکیو لپاره معاشونه حواله کړي؛ خو تر اوسه کوم مثبت ځواب ندى ورکړشوى.

دا په داسې حال کې ده، چې درې میاشتې وړاندې تر ۱۸ کلني ځنډ وروسته د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې ۱۰۰ ښوونځي، چې د ناامنیو او امکاناتو د کمښت له امله تړل شوي وه، بېرته پرانیستل شول.
د دې ولايت د پوهني د رياست د څرګندونو له مخې؛ په دې ولايت کې ټول ٢٢٦ ښوونځي شته، چي  ٤٧ يې اوس هم د ناامنيو او امکاناتو د نشتوالي له کبله تړل شوي دي.

Trending

Exit mobile version