تازه خبرونه

په زابل کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په زابل کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې لږ تر لږه پېنځلس وسلوال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.  

د کورنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ تېره ورځ د زابل ولایت د پلازمېنې قلات د سیدجان کلي د کاکران پر پوستو وسلوالو طالبانو بریدونه کړي، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ترې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

دغه راز یاد وزارت د زابل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د ۷ طالب جنګیالو له وژلو او د ۴ نور له ټپیکیدو خبر ورکوي.  

په خبرپاڼه کې امنیتي ځواکونو ته له اوښتي زیان څه ندي ویل شوي.

طالبانو په یو اعلامیه کې څرګنده کړې، چې طالب جنګیالو د زابل په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی او هغه یې نیولی دی.

په دې اعلامیه کې په ډاګه شوې، چې په دې برید کې ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۷ نور یې ژوندي نیولي دي.

Trending

Exit mobile version