تازه خبرونه

په تخار کې پر سیمه ییزو پاڅونوالو هوایي برید شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په تخار ولایت کې افغان هوایي ځواک په تېروتنه سیمه ییزو پاڅونوالو ته درانده ځاني زیانونه اړولي دي.

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه برید تېره شپه د دې ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د جهادي قومندان خلیل د سیمه ییزو پاڅونوالو پر پوسته تر سره شوی دی.

د تخار والي ویاند جواد هجري پېښه منلې او وایي، چې افغان هوایي ځواک په تېروتنه ۱۶ سیمه ییزو پاڅونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.  

ښاغلي هجري دا هم ویلي، چې د دغې پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی هم لیږل شوی دی.

د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي، چې تر دې دمه د پېښې له ځایه ۶ جسدونه او ۶ ټپیان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې یوولس وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د تخار ولایت په بهارک او خواجه غار ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات روان دی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راپدیخوا په تخار، چاه آب او خواجه غار ولسوالیو کې له طالبانو سره د امنیتی او دفاعي ځواکونو نښتې روانې دي.

Trending

Exit mobile version