تازه خبرونه

په تاشکند کې د هېواد موتای ملي لوبډلې مډالونه تر لاسه کړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هېواد موتای ملي لوبډلې د ازبکستان په څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو کې درې د سره زرو، یو د سپين زرو او یو هم د برونز مډالونه تر لاسه کړل.

جواد کریمي په ۶۳ کیلو وزن، امین الله کریمي او سلیم مبارز هم په ۵۷ کیلو وزن کې د خپلو سیالانو په وړاندې په دوه بریاوو وکولی شول د سره زرو مډالونه د افغانستان په ویاړ ترلاسه کړي.

ابراهیم هزاره له دوه بریاوو او یوې ماتې وروسته د سپین زرو مډال تر لاسه کړ او تر څنګ يې محمد خاتمي له یوې بریا وروسته د برونز مډال پر غاړه کړ.

د ازبکستان څلور اړخیزې سیالۍ د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او افغانستان په ګډون د پېنځه ورځو لپاره د تاشکند په کوربتوب ترسره شوې.

Trending

Exit mobile version