تازه خبرونه
له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی – نی
دغه بنسټ په خپل کلني راپور کې ویلي، چې اوس هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان له ستونزو سره مخ دي او سږ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
د افغانستان د آزادو رسنیو بنسټ مشر مجیب خلوتګر ویلي، چې د تېر کال پر پرتله تاوتریخوالی ۴۰ په سلو کې راټيټ شوی دی. تېر کال ۱۹۸ د تاوتریخوالي پېښې په نی کې ثبت شوې وې.
د نې د یوې نظر پوښټنې له مخې یو شمېر حکومتي ویاندویانو په ځانګړي توګه د امنیتي بنسټونو ویاندویان اطلاعات نه ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، ټولو خبریالانو ته همهاله معلومات ورکول ستونزمن دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ کله، چې کومه پېښه کیږي مونږ ۵ دقیقې وروسته له خبریالانو سره معلومات شریک کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشرانو رییس جعفر راستین ویلي، چې حکومت د جګړې د پوښښ کړنلاره وروستۍ کړې او همدارنګه د امنیتي وسایو له وېش مو ملاتړ کړی دی.
همدارنګه د حکومت د رسنیو ګډې کمیتې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د دوسیو د څېړنې راپور هم وړاندې کړ.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي څرګنده کړې؛ د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې دوسیې څېړل شوې او ان د اعدام حکم شوی دی.
د افغانستان د آزادو رسنیو بنسټ د سږ کال د غوره خبریال جایزه د آریانا نیوز خبریال شاپور فرهمند ته او په کندهار کې هم د آریانا نیوز خبریال بریالي رحیمي د کال غوره جایزه تر لاسه کړه. دغه بنسټ د کال غوره کمره مین او ویاندې ته هم جایزه ورکړې دي.