بلخ @ps
په تخار کې ۲۳ طالب وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې- کورنیو چارو وزارت
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
یاد وزارت په ډاګه کړې؛ دغه عملیات له تېرو دوه ورځو راپدیخوا په اړوند سیمه کې پیل شوي، چې تر دې دمه لر تر لږه ۱۷ طالب جنګیالي وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د دغو عملیاتو په بهیر کې ۱۰ کلي له طالبانو بشپړ پاک شوي؛ یو موتر او اووه موترسایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ناامنو سیمو کې خپل دغه عملیات روان وساتي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.