تازه خبرونه
په عراق کې د امریکا پر سفارت برید ایران پلان کړی ـ امریکا
د حشدالشعبي ملیشه ملاتړيو د سې شنبې پر ورځ ( دسمبر ۳۱) په عراق کې د حزب الله د کتایب ډلې پر سرتېرو د امریکا د هوایي بمبارد د غندلو پر موخه د امریکا د سفارت پر لوري لاریون وکړ او سفارت ته یې د وردننه کیدو هڅه ترسره کړه.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له دغې پېښې وروسته په خپل تویت کې څرګنده کړه، چې دغه برید ایران پلان کړی و.
نوموړي لیکلي: ایران د امریکا یو قراردادي وواژه او څو کسان یې ټپيان کړل. مونږ یې قوي ځواب ووایه او په راتلونکي کې به هم همداسې کوو. اوس ایران په عراق کې د امریکا پر سفارت برید پلان کړ. دوی به د دې کار جواب وایي. مونږ تمه لرو، چې عراق به د امریکا د سفارت د خوندیتوب لپاره له پوره ځواک څخه کار واخلي.
همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپيو د عراق له صدراعظم او ولسمشر سره تیلفوني اړیکه نیولې او هغو ورته ډاډ ورکړی، چې په عراق کې د امریکایي تاسیساتو کارکوونکیو امنیت تامین دی.
هغې لیکلي، چې ښاغلي مایک پمپیو د عراق چارواکو ته په ډاګه کړه، چې حکومت یې په عراق کې له موجودو ټولو امریکایي اتباعو څخه ساتنه کوي.
دغه راز د ایران د هڅو د منخیوي لپاره مارک سپر منځني ختیځ ته د ۷۵۰ سرتېرو له لیږدولو خبر ورکړی او وایي، چې د دونالد ترمپ د فرمان له مخې امریکا په هر ځای کې له خپلو خلکو او ګټو ساتنه کوي.
د راپورونو له مخې؛ امریکا چمتو ده، چې په راتلونکیو څو میاشستو کې درې زره سرتېري منځني ختیځ ته ولیږي.