تازه خبرونه

په بدخشان کې مو د کرونا ویروس هیڅ نښې ندي موندلي – روغتیایي چارواکي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۳۹۸)

د بدخشان د عامې روغتیا رییس ویلي، له تاجکستان سره د پولې په اووه ولسوالیو کې روغتیایي ډلې ګومارل شوي؛ خو تراوسه د کرونا ویروس هیڅ نښې موندل شوې ندي.

د بدخشان نسۍ، شکۍ، مایمۍ، واخان، خواهان، اشکاشم او شغنان له واخان پرته هغه ولسوالۍ دي، چې له تاجکستان سره په پوله کې پرتې دي. له یادو ولسوالیو څخه یوازې واخان له چین سره ګډه پوله لري، چې تراوسه له دې لارې هیڅ تګ راتګ ندی شوی.

 د بدخشان د عامې روغتیا رییس داکتر نور خاوري ويلي: په ټولو سرحدي ولسوالیو کې کسان ګومارل شوي، چې په کرونا ویروس اخته کسان تشخیص کړي؛ خو تراوسه هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ د طالبانو د څارنې لاندې د یمګان ولسوالۍ په اوشنګان سیمه کې لس ماشومان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي وه، چې په شل ورځو کې یې پېنځه مړه شوي او اوس څلور روغتیایي ډلې دغې ولسوالې ته لیږل شوې دي.

د بدخشان د ولایتي شورا رییس بشیرصمیم ويلي: د چین او تاجکستان ترمنځ ترانزیتي لاره موجوده ده؛ نو وېره شته، چې له تاجکستان دا ویروس بدخشان ته هم سرایت وکړي.

هغه زیاته کړې، چې په بدخشان کې د کرونا ویروس د پېژندنې وسایل نشته.

د بدخشان محلي مسوولین له تاجکستان سره د پولو بندیدل نه تائیدوي او وايي؛ څه موده کیږي، چې تاجکستان په ۳ ولسوالیو کې ګډ بازارونه تړل شوي او پر تګ راتګ بندیز ندی لګول شوی، خو له چین سره له اړوند لارې تګ راتګ هیڅ ندی شوی.

Trending

Exit mobile version