بلخ @ps
په تخار کې د زرګرانو ټولنې د اعتراض کېږدۍ ودروله
په تخار کې د زرګرانو ټولنې د خپلو اعتراضونو په لړ کې د تالقان ښار د زرګرۍ په سړک کې اعتراضي کېږدۍ؛ ځکه ودروله او خپل پلورنځي یې وتړل، چې غوښتنو ته یې مثبت ځواب ندی ویل شوی.
دوی د قتل پر تور د نیول شوي قاتل د ورسپارلو غوښتنه کوي.
د معترضو زرګرانو د څرګندونو له مخې؛ د حکومت ۲۴ ساعته مهلت پای ته رسیدلی او تر دې دمه پر زرګرانو د برید عامل ونه نیول شو او نه دوی ته وروسپارل شو.
د تخار چارواکو ویلي، چې یو غل نیول شوی او د دې ډلې د نورو کسانو د نیولو په اړه یې څېړنې روانې ساتلې دي.
تېره ورځ امنیتي چارواکو په دې اړه له خپلې نه پاملرنې ځانونه ملامته کړل.
د بغلان والي د یو زرګر د وژلو او دوه نورو د ټپي کیدو د پېښې د قاتلانو د نیولو لپاره ۲۴ ګړۍ وخت ټاکلی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سهار مهال یوې ډلې وسلوالو غلو د یوه زرګر له زیوراتو ډک بکس غلا کړ؛ یو زرګر یې وژلی او دوه نور ټپیان دي.
