تازه خبرونه
په زابل کې د طالبانو برید تاوتریخوالي ته د دغې ډلې لمن وهل ښیي
ولسمشرۍ ویلي، په زابل کې د طالبانو برید ښیي، چې دوی تاوتریخوالي ته لمن وهي.
طالبانو د نوي کال پر لومړۍ ورځ جګړه پیل کړه او د بین الافغاني مذاکرې په درشل کې یې له خپلو ۸ نفوذي سرتېرو څخه په ګټه اخیستنه په زابل کې پر یوه پوسته خونړی برید تر سره کړ.
په دغه برید کې شاوخوا ۲۰ سرتېري ووژل شول.
حکومت دا برید د سولې پر بهیر لوی ګوزار بولي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود ویلي؛ طالبان له دې بریدونو سره د سولې بهیر زیانمنوي او ثابتوي، چې دوی دغه بهیر ته هیڅ ژمنتیا نلري.
په هغه برید کې، چې طالبانو په زابل کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو تر سره کړی؛ د افغان ځواکونو ۱۷ سرتېري او پولیس وژل شوی دي.
د ناتو ملکي استازي نیکولایس کي په زابل کې د طالبانو برید له شرمه ډک یاد کړی دی.
نوموړي پوښتلي، چې طالبانو څنګه وکولی شول، چې پخپلو هېوادوالو د نوروز پر ورځ هغه هم په داسې حال کې، چې کرونا ویروس ټوله نړۍ نیولې او د سولې هوکړه یې لاسلیک کړې؛ دغه راز امر وکړي؟
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د افغانستان حکومت هسې عمل ونکړ لکه، چې ژمنه شوې وه.
د طالبانو پخواني غړي سید اکبرآغا ویلي، دا نا امنۍ کیدای شي د طالب بندیانو په خوشي کولو کې د حکومت د خنډونو له جوړولو سره اړیکه ولري.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا برید غندلی او وایي، په زابل کې د طالبانو برید ورور وژنه ده او د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر مخه نیسي.
سیاسي هڅاند شهزاده مسعود ویلي؛ د حکومت مشران دې یوې هوکړې ته ورسیږي او خپلمنځي خبرې دې پیل شي، چې یو اوربند رامنځته شي. پرته له دې به جګړه روانه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کاپیسا په نجراب کې طالبانو د یوې امنیتي پوستې شپږ افغان سرتېري او پاڅونوال وژلي دي.
