تازه خبرونه
په راتلونکیو ۵ ورځو کې افغان حکومت سل طالب زندانیان خوشې کوي
افغان دولت، امریکا، قطر، سره صلیب او طالبانو توافق کړی، چې د طالب او دولتي زندانیانو خوشې کول به د مارچ تر دېرشمې پیلوي.
طالبانو له دې مخکې ویلي وه؛ طالب زندانیان اړ ندي، چې افغان حکومت ته د خوشې کیدو پرمهال ضمانت ورکړي.
ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلې؛ دا هوکړه په ویډيو کنفرانس کې رامنځته شوې، چې د تاوتریخوالي پر کمولو، مخامخ خبرو، دایمي اوربند او زندانیانو د خوشې کولو پر موضوعاتو راڅرخیدلې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ یادې شورا له طالبانو دا ضمانت هم غوښتی، چې بندیان به له خوشې کیدو وروسته د جګړې ډګر ته نه ستنیږي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر کې لیکلي، چې د دوی او افغان حکومت د زندانیانو د تخنیکي ډلو ترمنځ ویډیويي کنفرانس تر سره شو او یوازې د زندانیانو د خوشې کیدو پر موضوع یې خبرې کړې دي.
طالبانو ته نږدې سرچینو ويلي؛ ښايي اووه دېرش کسیز طالب پلاوی کابل ته راشي، چې د زندانیانو د خوشې کولو زمینه برابره کړي.
د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواري ویلي؛ تېره ورځ دویمه لیدنه وه، چې ۴ ګړۍ وغږیدل. کیدی شي د طالبانو ۳۷ کسیز پلاوی پر نورو مهمو موضوعاتو د بحث لپاره کابل ته راشي او د مارچ پر ۳۱ به د بندیانو خوشې کیدل هم پیل شي. وګورو، چې په څو ورځو کې به ۵ زره بندیان خوشې شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، مدني ټولنو او یو شمېر سیاستوالو د طالب زندانیانو د خوشې کولو له کبله اندېښنه ښودلې ده.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي؛ افغان حکومت ته په کار ده، چې د زندانیانو د خوشې کولو پر وخت عدالت تر پښو لاندې نکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په ډاګه کړې، چې د د واړو خواوو د زندانیانو خوشې کول به د مارچ پر یو دېرشمه پیل شي.