تازه خبرونه

په زابل کې ۲۰ پولیس وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې  وسلوالو طالبانو د پولیسو د موترو پر کاروان برید کړی؛ ۲۰ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل پېښه منلې او وایي، چې تېره شپه ۱۲ بجې وسلوالو طالبانو د شاه جوی ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د پولیسو پر موترو وسلوال برید کړی دی.

د نوموړي په وینا؛  په دې برید او نښته کې ۲۰ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي، چې په نښته کې ۱۵ وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.

دغه راز د زابل والي په ډاګه کړې؛ وسلوالو مخالفینو پر تېره شپه پر ښاري سیمه ۱۲ توغندي توغولي، چې ځاني تلفات نه لري، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

Trending

Exit mobile version