بلخ @ps

په سرپل ولایت پوځي عملیات درول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

آریانا نیوز ته یو شمېر سرچینو په ډاګه کړې، چې که څه هم په سرپل کې د وسلوالو مخالفینو خوځښتونه او هڅې پراخه شوي؛ خو ملي دفاع وزارت د نامعلوم دلیل له کبله په سرپل ولایت کې عملیات درولي دي.

د سرپل د ولایتي شورا غړي او په مشرانو جرګه کې د دغه ولایت ځيني استازي وايي، چې په سرپل کې امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تېریدو مخ په خرابیدو روان دی او خلک د خپلو سیمو پريښودو ته اړ شوي دي.

رپوتونه وايي، چې د سرپل ولایت په اووه ولسوالیو کې نښتې او جګړې روانې دي؛ د کوهستاناتو سیمه له دوه کلونو راهیسې له وسلوالو طالبانو سره ده، سوزمه قلعه نوي په سلو کې د طالبانو ده، سانچارک ولسوالي سمه نیمه له وسلوالو مخالفینو سره ده، د بلخ آب ولسوالۍ لاره له مرکز سره تړل شوې، ګوسفندي ولسوالي له جدي ګواښ سره مخ ده، د صیاد ولسوالۍ له څلوراویا کلیو څخه څلور شپېته کلي له وسلوالو طالبانو سره دي؛ خو د سرپل ښار امنیت خوندي دی.

د سرپل ولایت اوسیدونکي هم وروستیو ناامنیو سخت اندېښمن کړي دي.

له دې مخکې د پوځ د لوی درستیز مرستیال سرپل ولایت ته د سفر پر مهال ویلي وه، چې په دغه ولایت کې د وروستي دښمن تر ختمولو او د ټول ولایت تر ولکي لاندې راوستو پورې به عملیاتو روان وي.

Trending

Exit mobile version