تازه خبرونه

له طالبانو سره هوکړه له اوربند او خپلمنځیو خبرو سره تړلې ده- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې له وسلوالو طالبانو سره هر ډول هوکړه به له سراسري اوربند او د افغانانو له خپلمځیو خبرو سره تړلې وي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د طالب او امریکایي استازیو له شپږ ورځنیو خبرو وروسته زلمي خلیلزاد په خپل تویت کې څرګنده کړه، چې له طالب استازیو سره په خبرو کې مهم پرمختګونه رامنځته شوي؛ خو هوکړې ته ندي رسیدلي.

خلیلزاد ویلي، چې له وسلوالو طالبانو سره په خبرو کې پرمختګونه شوي؛ خو له وسلوالو طالبانو سره هر ډول هوکړه به د افغانانو تر منځ له خبرو سره تړلې وي.

خلیلزاد لیکلي، چې په قطر کې شپږ ورځنۍ خبرې تر بل هر وخت رغوونکې وي. اوس هم ځينې مسایل شته، چې بحث او خبرو ته اړتیا لري. تر اوسه هیڅ ډول هوکړه نده شوې. که کومه هوکړه کیږي، له سراسري اوربند او د افغانانو تر منځ له خبرو سره به تړلې وي.

وسلوالو طالبانو هم د قطر خبرې ګټورې بللي او د یوې اعلامیې د خپرولو تر څنګ یې ویلي، چې له خلیلزاد سره د قطر په شپږ ورځنیو خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پر سر له هوکړې مخکې به په نورو موضوعاتو کې پرمختګ ناشونی وي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي؛ د مذاکراتو په دې پړاو کې له ټاکل شوې اجندا سره سم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو اړوند مهمو مسائلو بحث او پرمختګ وشو. دا، چې موضوعات درانه دي او زیات جر او بحث ته اړتیا لري؛ نو پرېکړه وشوه، چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډي هم جوړیږي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع حل نشي په نورو برخو کې پرمختګ امکان نلري.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په قطر کې د طالب استازیو او خلیلزاد تر منځ په خبرو کې پر پرمختګونو خوشالي ښودلې ده.

حامد کرزي په ډاګه کړې، چې د سولې له خبرو سره سم باید په افغانستان کې جګړه پای ومومي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې دوی په قطر کې د طالب استازیو او زلمی خلیلزاد تر منځ خبرو ته په زمینه برابرولو کې مهم رول درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پاکستان دریځ روښانه شوی دی. دا د پاکستان په بهرني سیاست کې مهمه لاسته راوړنه ده. مونږ په سیمه کې د سولې لیوال یو، چې دا کار له خبرو پرته امکان نلري. پاکستان په قطر کې د طالب استازیو او خلیلزاد تر منځ خبرو ته زمینه برابره کړې وه.

افغان حکومت تر اوسه د قطر د خبرو په اړه څه ندي ويلي.

د طالبانو د تحریک پخواني غړي، چې د قطر له خبرو خبر دي وايي، چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د امریکايي سرتېرو پر وتو ټينګار کوي.

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي؛ فکر نه کوم، چې طالبان په نږدې راتلونکي کې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي؛ خو نا ممکنه نده، ژر او یا په لږ ځنډ به خبرې تر سره شي.   

لدې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سویس په داووس کې ویلي وه، چې د زلمي خلیلزاد د سولې هڅې پدې راټولې دي، چې له افغان حکومت سره د وسلوالو طالبانو مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version