تازه خبرونه

په غزني کې ۴۰ کسان د طالبانو له بنده آزاد شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو چارواکو وبلي، چې په غزني کې کوماندو ځواکونو څلوېښت کسان د طالبانو له بنده آزاد کړي دي.

 د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دا کسان تېره شپه د دغه ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندان خوشې شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې په دې موخه په عملیاتو کې لس وسلوال وژل شوي، پېنځلس ټپيان دي او پېنځه نور ژوندي نیول شوي دي.

د غزني امنیه قومندان غلام داود تره خېل وايي، چې په دې عملیاتو کې نهه طالبان وژل شوي او لس نور نیول شوي دي.

د غزني ولایتي شورا رییس نصیراحمد فقیري وایي، په دې کسانو کې د ملي اردو او پولیسو سرتېري او ملکي وګړي شامل دي، چې طالبانو په اجرستان ولسوالۍ کې نیولي وه.

چارواکي زیاتوي، په دې عملیاتو کې د طالبانو د مهماتو یوه زیرمه، د چاودیدونکیو توکو ډک یو موتر او څلور موتر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

دغه راز په یوه بله پېښه کې وسلوالو طالبانو تېره شپه د ښار په څنډو کې پر لومړۍ درېیمې امنیتي حوزو بریدونه کړي دي.

د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر پر یادو  حوزو د برید پخلی کړی؛ خو په ډاګه کړې یې ده، چې طالبان د پولیسو سره په نښته کې له سیمې وتلي او  حوزې د پولیسو تر څارنې لاندې دي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ ښکېلو خواوو ته په دې بریدونو کې ځاني زیان ندی اوښتی.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دواړو پېښ په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version