تازه خبرونه
په غزني کې له یوې ترافیکي پېښې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په غزني کې روغتیایي چارواکو ویلي، چې له یوې ترافیکي پېښې ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.
دا پیښه نن غرمه د کابل ـ کندهار پر لار د اندړ ولسوالۍ په ملا نوح بابا سیمه کې شوې ده.
د غزني ولایتي روغتون رییس بازمحمد همت وايي، له دې پېښې روغتون ته پېنځه مړي او شپژ ټپيان لیږدول شوي دي.
پېښه د یوه ۴۰۴ بس او کرولا موتر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.