بلخ @ps
په سرپل او فاریاب کې ۶۱ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هېواد په شمالي ولایتونو کې د هوایي او ځمکنیو ځواکونو پر بریدونو د دوه قومندانانو په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
۲۰۹ شاهین قول اردو څرګنده کړې، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د دوه قومندانانو په ګډون ۲۳ طالب جنګیالٍي وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.
د یادې قول اردو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز د امنیتي او دفاعي ځواکونو په بریدونو کې د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ اووه وسلوال طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان دي.
د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دغه بریدونه هغه مهال پیل شول، چې وسلوالو مخالفانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول.
طالبانو تر دې دمه د دغو ځاني زیانونو او بریدونو په اړه څه ندي ویلي.