تازه خبرونه

له طالبانو سره په اسلام آباد کې ناسته وځنډیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې وه، چې د فبرورۍ په ۱۸ نېټه د پاکستان په اسلام آباد کې له امریکايي پلاوي سره د طالب مرکچي پلاوي خبرې تر سره شي؛ خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په تور نوملړ کې د شاملو یو شمېر طالب استازیو د نومونو له کبله دغه ناست وځنډیده او ورته د سفر زمینه برابره نشوه.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ طالبانو په یاده غونډه کې د خپلو استازیو د ګډون تابیا نیولي وه؛ خومتاسفانه چې د  مرګچي ډلې زیاترو غړیو ته د امریکا او ملګرو ملتونو د تورلست له کبله د سفر زمینه مساعده نشوه او پر همدې لامل یاده غونډه وځنډیده.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د غونډې د ځنډ عامل طالبان ندي او دا ناسته طالبانو نده لغوه کړې او په دې اړه خپاره شوي خبرونه هیڅ حقیقت نلري.

ټاکل شوې، چې اسلام آباد به د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۹/ د فبرورۍ ۱۸) د طالب استازیو د څوارلس کسیز پلاوی کوربتوب وکړي او طالب استازي به له زلمي خلیلزاد، د سعودي عربستان له ولیعهد او د پاکستان له لومړي وزیر سره هم وګوري.

افغان حکومت وايي، چې په اسلام اباد کې د طالب استازیو د غونډې په اړه له دوی سره هیڅ سلا مشوره ندې شوې؛ نو، ځکه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

Trending

Exit mobile version