تازه خبرونه

په غزني کې ۳ وسلوال طالبان ووژل شول او دوه پاکستاني وګړي نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد ځانګړیو ځواکونو د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په اړوند عمیاتو کې درې طالب جنګیالي وژلي او دوه پاکستاني وګړي نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د څرګند ونو له مخې؛ د پوځ ځانګړیو ځواکونو د دغه ولایت د آب بند ولسوالۍ د اصغري کلي په اړوند سیمه کې ځمکني او هوایي بریدونه کړي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملیاتو په بهیر کې له چاودیدونکیو توکو ډک یو رنجر او یو هایلکس هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې په دغو عملیاتو کې یو میل کلاشنکوف، دوه پایې آیکم مخابرې، یوه پایه مرکزي مخابره او یو قاب شپنی لرلید هم افغان ځواکونو تر لاسه کړي دي.

وسلوالو طالبانو منلې، چې په دې بریدونو کې ۴ عام وګړي وژل شوي دي.

غزني یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخه هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version