تازه خبرونه

که طالبان سوله ونکړي، د جګړې په ډګر کې به وځپل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائیه ریاست وایي، که طالبان د سولې لپاره له را منځته شوي فرصت ګټه وانخلي او د دې بهیر د ناکامه کیدو سبب شي؛ د جګړې په ډګر کې به وځپل شي.

سپینۍ ماڼۍ تازه ویلي، چې که د سولې هڅې ناکامه شوې؛ پوځي اقدام هم په پام کې نیول شوی دی. افغان حکومت دې خبرو ته په غبرګون کې وایي؛ د مذاکراتو د ناکامۍ لپاره هیڅ پلمه نشته.

د اجرائیه رییس ویاند ویلي، طالبان باید د جګړې پای ته رسولو لپاره له را منځته شوي فرصت ګټه واخلي، له دې پرته به د جګړې په ډګر کې وځپل شي.

د اجرائیه رییس ویاند مجیب الرحمن وایي، چې خبرې روانې دي. که هغو سوله ومنله، وسله یې پر ځمکه کیښوده او خبرو ته چمتو شول؛ مونږ یې هرکلی کوو، خو که د سولې خبرو د ناکامه کیدو سبب شول او مسوولیت یې هم ومانه؛ مونږ د دفاع لپاره چمتو یو.

یو شمېر کارپوهان او طالبانو ته نږدې سرچینې ټینګار کوي؛ له پوځي لارې جګړه پای ته نه رسیږي او اړتیا ده، چې د سولې هڅو د بریالیتوب لپاره د طالبانو په ملاتړو فشار رامنځته شي.

پوځي اقدام د حل لار نه ګڼل کیږي. غوښتنې دا دي، چې سولې ته د رسیدو لپاره باید د طالبانو پر ملاتړو فشار زیات شي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون غړی داوود کلکانی وایي؛ مخکې لدې، چې پر طالبانو فشار راوړل شي؛ باید د دوی پر ملاتړي پاکستان فشار راشي، چې سولې ته زمینه برابره شي.            

تر اوسه پورې د امریکا استازیو د تړلي ور تر شا د طالبانو له استازیو سره پېنځه ځله خبرې کړې دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، چې اوس له پوځي لارې د جګړې د پای ته رسولو وخت تېر شوی.

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي، چې د پوځي ځواک کارولو وخت نور تېر شوی؛ امریکا خپل او د همکارانو وس کارولی، خو ونشوه. اوس د سولې او د خلکو د خوښې وخت رارسیدلی دی.                

دا په داسې حال کې ده، چې طالب استازیو او امریکایانو په وروستۍ ناسته کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او دا، چې افغانستان به بیا نړۍ ته ګواښ نه وي، خبرې اترې کړې دي.

Trending

Exit mobile version