تازه خبرونه

په غزني کې د یوه ښونځي ۲۱ زدکوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي پر ودانۍ د هاوان مرمۍ د لګیدو له کبله څلور ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ نور ټپیان دي.

 د غزنی والي ویاند محمد عارف نوري وایي، دا مرمۍ نن له غرمې مخکې د اندړ ولسوالې د ملا نوح بابا پر ښوونځي لګیدلېده.

تراوسه روښانه نده، چې د هاوان دا مرمۍ د چا له خوا توغول شوې؛ خو مسوولین وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې وه.

Trending

Exit mobile version