بلخ @ps

په بغلان کې یو پولیس سرتېري خپله میرمن او وریره وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بغلان پولیس وایي، چې په بغلان ولایت کې یو پولیس سرتېري د کورني تاوتریخوالي له کبله خپله میرمن او وریره پر ډزو وژلي دي.

د بغلان پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه کورنۍ د پلخمري په حسین خېلو کې اوسیږي او پر وژنې تورن سرتېري هم د پلخمري په دوه یمه امنیتي حوزه کې دنده تر سره کوله، چې پر تښته بریالی شوی دی.

د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست د حقوقو مدیره اورانوس عاطفي ویلي، چې په روان کال کې دا د کورني تاوتریخوالي لومړنۍ پېښه ده. هغې له امنیتي ارګانونو څخه د پېښې د څېړلو او د تورن د نیولو غوښتنه هم کړې ده.  

 

Trending

Exit mobile version