تازه خبرونه

په ارګ کې له طالبانو سره د پخلاینې عالي شورا لومړنۍ ناسته تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له طالبانو سره د پخلاینې عالي شورا لومړنۍ ناسته د یکشنبې پر ورځ( د وري ۱۸)  په ارګ کې ترسره شوه، چې موخه یې د قطر ناستې ته د مرکچي پلاوي د غړیو پر ټاکلو پرېکړه او پر اجنډا یې خبرې وې.

د حکومت مشران، د مدني ټولنو ځینې استازي، د هېواد یو شمېر سیاسي او جهادي څېرې د پخلاینې عالی شورا غړیتوب لري. د دی شورا په لومړنۍ ناسته کې پر دې خبرې وشوې، چې د قطر ناستې ته له طالبانو سره د خبرو لپاره باید څوک وټاکل شي.

ولسمشر دغې ناستې ته وویل، مرکچي پلاوی باید شته واقعیتونو ته په کتو جوړ شي او  په کار ده، چې د نظام او ولسواکۍ ضد څېرې د پلاوي ترکیب ته لار ونه مومي.

د نوموړي په وینا؛ باید دا هم ښکاره شي، چې د خبرو ډله به د افغانستان د نویو واقعیتونو پر بنسټ جوړیږي او له ښځو، ځوانانو او مدني مخکښانو به بشپړ استازیتوب کوي.

کوم نوملړونه، چې ډاګیز شوي ښیي؛ په پخلاینې عالي شورا کې اووه دېرش حکومتي او سیاسي څېرې شته او تر څنګ یې له طالبانو سره د خبرو لپاره یو دوه ویشت کسیز پلاوی هم جوړ شوی، چې په کې د حکومت او سیاسي ګوندونو استازي برخه لري؛ خو ارګ وایي، چې دا نوملړ اوس هم وروستی شوی ندی.

ټاکل شوې، چې زلمی خلیلزاد به یو ځل بیا د مرکچي پلاوي په تړاو له حکومتي او سیاسي مشرانو سره خبرې وکړي.

د قطر جوړیدونکې ناستې ته د ګډون کوونکي پلاوي غړی احمدالله علی‌ زی وایي، چې که حکومت د قطر په ناسته کې ګډون ونکړي؛ کیدی شي، چې سیاسیون، ګوندونه او خلک هم د سولې په مشورتي لویه جرګه کې برخه وانخلي.

اجرائیه رییس په اردن کې د اقتصاد نړیوالې ناستې په څنډه کې ویلي، چې د پخلاینې عالي شورا به له طالبانو سره د پخلاینې پر ټولو اړخونو پرېکړه وکړي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، چې: د افغانستان د سولې بهیر په بحث کې یو لور ته طالبان، بلخوا وسلوالې ترهګرې ډلې او داعش ډله ده. طالبان له امریکا سره خبرو ته کیناستل او سلا مشورې روانې دي؛ خو تر اوسه له افغانانو سره خبرې ندي پیل شوي او له افغان دولت سره خبرې به د سولې خبرو د بهیر د پیل په معنا وي.

د ځینو څرګندونو له مخې؛ ټول منلی افغان پلاوی به له طالبانو سره د اپریل میاشتې په نیمایي کې د جګړې  پر پای ته رسولو بحث او خبرې وکړي.

خبریال: باعث حیات

 

Trending

Exit mobile version