تازه خبرونه

په بالا مرغاب کې ۱۳۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې- دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په یرغلیزو عملیاتو کې ۹۹ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ( د وري ۱۹) د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې له تېرو اته څلوېښت ساعتونو راپدیخوا د طالبانو د ځپلو عملیات روان دي، چې په کې د دښمن یوشمېر وسلې او مهمات یا له منځه وړل شوي او یا هم سوځیدلي دي.   

یاد وزارت دغه راز اعلام کړې، چې د اړوند سیمې په نښتو کې اته د ملي اردو او څلور پولیس سرتېري وژل شوي او لس د ملي اردو او ۲۴ پولیس سرتېري ټپیان دي.

له تېرو څو ورځو راپدیخوا د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي. ان ، چې دفاع وزارت د دغې ولسوالۍ د سقوط خبرونه هم رد کړل.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د بالامرغاب ولسوالۍ د دغو پېښو په اړه څه ندي ویلي؛ خو څرګندوي، چې بهرنیو ځواکونو د دغې ولسوالۍ د دجه خوجي په اړوند سیمه کې تېره شپه یو کور بمبارد کړی، چې په کې یو ځوان او یوه ماشومه وژل شوي؛ یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان دي.

د یادونې ده، چې دغه ولسوالي له هرات ولایت او ترکمنستان هېواد سره هم ګډه پوله لري او د هېواد جنوب غرب ولایتونه له شمالي ولایتونو سره نښلوي.

 

Trending

Exit mobile version