تازه خبرونه
په سريلنکا کې ګڼې چاودنې رامنځته شوي
رپوټونه وايي، لږ تر لږه اته بمي بریدونه شوې دي. درې چاودنې په کوچچیکاډ نیګومبو او بټیکالوا کې د عیسویانو د ځانګړي اختر ‘ایسټر’ پرمهال پر کلیساوو شوې دي.
درې چاودنې د پلازمېنې کولمبو پر هوټلونو شوې دي.
پولیس وايي، د لومړي وزیر استوګنځي ته څېرمه پر یوه مشهور هوټل چاودنه کې لږترلږه یو کس وژل شوی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د یوې کلیسا چت نړېدلی او غولی یې په وینو لړلی دی.
ځینو رسنیو د حکومت له خوا د اعلان شوې مرګ ژوبلې پر تله د وژل شویو شمېر ډېر ښودلی دی.
د سري لانکا ولسمشر مېتریپالا سیریسینا په یوه خبرپاڼه کې پر خلکو غږ کړی چې ارام پاتې او له چارواکو یې غوښتي چې په پلټنو کې همکاري وکړي.
د مالیې وزیر منګالا سماراویرا پر ټویټر لیکلي، دا د وژلو لپاره همغږي بریدونه ښکاري چې “ګڼ بې ګناه خلک پکې وژل شوي.”
یوه بل وزیر هرشا دي سیلوا په کوچچیکاډ کې د چاودنې صحنه “زړه بوږوونکې” بللې ده چې په وینا یې، “هر ځای مړي پراته وو”.
داسې وېره هم شته چې ښايي سريلنکا ته د “اسلامي دولت” (داعش) نومې ډلې جنګیالي راستانه شوي وي.