تازه خبرونه

په غزني کې ۹ طالبان وژل شوي او له زندانه یې لس بندیان خوشې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې ځانګړیو امنیتي ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ د لیلیزي او واله و تواله په اړوند سیمو کې پوځي عملیات کړي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي، پېنځه نور وسلوال جنګیالي نیول شوي او په کانتینر کې زنداني لس هېوادوال له بنده خوشې شوي دي.

سرچینې دا هم څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونه په دې عملیاتو کې زیانمن شوي ندي.    

دغه راز طالبانو هم په ډاګه کړې، چې په دې عملیاتو کې د اړوند کلیو څلور اوسیدونکي وژل شوي او امنیتي ځواکونو د یو ملا امام په ګډون دوه نور عام وګړي نیولي دي.

Trending

Exit mobile version