تازه خبرونه

په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو سرمشریزه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سعودي عربستان په مکه مکرمه ښار کې د اسلامي هېوادنو د سازمان د مشرانو غونډې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه جګپوړي پلاوي په مشري ورغلی او تمه ده، چې ولسمشر غني به دغې غونډې ته د افغانستان د سولې او جګړې په اړه  وینا وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند اسدالله زایري له دې سرمشریزې تمه لري، چې دغه سازمان به د افغانستان د جګړې او سولې په اړه روښانه دریځ خپل کړي.

سیاسي شنونکی احمد سعیدي وايي، چې دا سرمشریزه د افغانستان د سولې له بهیر سره هیڅ تړاو نلري.

سیاسي هڅاند فضل رحمان اوریا وايي، چې د اسلامي هېوادونو د رهبرانو سرمشریزه د امریکا په غوښتنه د ایران د منزوي کولو لپاره را بلل شوې او د افغانستان له سولې او جګړې سره هیڅ تړاو نلري.

د اسلامي هېوادونو پر کنفرانس او سازمان یوه نیوکه دا ده، چې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه هڅوونکی دریځ نه خپلوي.

Trending

Exit mobile version