تازه خبرونه
په غزني کي لسګونه کورنۍ د بیات بنیاد له ژمنیو مرستو برخمني شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بیات بنیاد د مرستو کاروان دا ځل غزنی ته رسیدلی او پر بیوزلو کورنیو یی خوراکي توکي ووېشل.
دیني عالم او د غزني ښار د قلعه شهاده د خلکو استازی مولوي غلام حسین له بېوزلو او ناداره کورنیو سره په ځانګړي توګه د روژې په میاشت کې دغه مرستې د اسلام له نظره لوی او ګټور خدمت بولي.
بېوزلۍ د خلکو پر ژوند ناوړه اغېزه کړې او هغه کسان، چی د بیات بنیاد مرستې يي ترلاسه کړي خوښي ښیی.
د غزنی ښار د قلعه شهاده د خلکو استازی محمدآصف حسین زاده د له بیات بنیاد غواړي، چې د خپلو مرستو لړی د دغه ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي.
بیات بنیاد د دغو مرستو ترڅنګ په بېلابېلو فرهنګي، روزنیزو او خیریه چارو کی له خلکو سره مرسته کړې او دا لړې دوام لري .